#روژه او بشري خواخوږی؛ #زابل کې ۳۶۴ اړمنو کورنیو سره ۳۴.۶ ټنه خوراکي مرسته وشوه دوشنبه، ۶ رمضان ۱۴۴۷ د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د زابل ولایت، میزان ولسوالۍ کې له ۳۶۴ #اړمنو او #بېوزله کورنیو سره ۳۴.۶ ټنه خوراکي مرسته وشوه. په #مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۲ کیلو خُرما او ۱ کیلو شین چای شامل وو. د دې مرستې موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو د خوراکي توکو #اساسي_اړتیاوې په منظم ډول پوره کول دي، څو هغوی وکولی شي له دې لارې خپلې ستونزې را کمې کړي. افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې له اړمنو او بېوزله کورنیو سره د هر اړخیزو #بشري_مرستو لړۍ په دوامداره توګه وساتي او د هغوی په ژوند کې آسانتیاوې رامنځته کړي. ========================= #Ramadan and Humanitarian Compassion: 34.6 Tons of Food Aid Provided to 364 Vulnerable Families in #Zabul Monday, February 23, 2026 The #ARCS, with support from the #Qatar_Red_Crescent, provided 34.6 tons of food assistance to 364 vulnerable families in Mizan District, Zabul Province. Each family received 95 kg of essential food items, including 50 kg of flour, 25 kg of rice, 5 liters of cooking oil, 5 kg of sugar, 5 kg of beans, 2 kg of salt, 2 kg of dates, and 1 kg of green tea. The #purpose of this aid is to regularly meet the basic food needs of vulnerable families during the holy month of Ramadan, helping them ease their hardships. The ARCS strives to continuously provide comprehensive #humanitarian_assistance to vulnerable and impoverished families, aiming to bring ease and support into their lives. Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan) [ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2025895681001488577 ] #Afghanistan #Qatar